CRI Online

لي که چيانګ: تېر کال چين د ډيپلوماسۍ په ډګر کې د ليدو وړ برياليتوبونه تر لاسه کړي دي.

cri     (GMT+08:00) 2017-03-05 10:18:03

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که چيانګ د مارچ په ۵مه نېټه د حکومت په کاري راپور کې وويل، چې تېر کال چين د ډيپلوماسۍ په ډګر کې د ليدو وړ برياليتوبونه تر لاسه کړي دي.

تېر کال د رئيس شي جين پينګ په شمول زياتو مشرانو له ډېرو هېوادونو څخه ليدنې کړې، د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصاد او همکارۍ سازمان په غير رسمي سرمشريزه غونډه کې، د شانګهای د همکارۍ سازمان په سرمشريزه غونډه کې، د بريکس هېوادونو په سرمشريزه غونډه کې، د ذروي امنيت په سرمشريزه غونډه کې، د م م د عمومي اسامبلې په يو لړ عالي رتبه غونډو کې، د اسيا او اروپا په سرمشريزه غونډه کې، د ختيځې اسيا د مشرانو په يو لړ غونډو او فعاليتونو کې ګډون کړي دي. چين له نورو لويو هېوادونو سره ښه همکاري او همغږي کړې، له ګاونډيو هېوادونو سره يې پر له پسې همکارۍ کړې، له دوستانه هېوادونو سره ژورې همکارۍ کړې دي. دغه راز، چين د م م په شمول له نړيوالو سازمانونو سره اړيکې ټينګې شوې دي. چين په مثبته توګه د نړۍ په ادارې او اصلاحاتو کې ګډون کړی دی. تېر کال چين په ټينګار سره د خاورو حاکميت او د سمندر حق ساتلی او د يو مسؤلانه هېواد په توګه يې په نړيوالو او سيمه ييزو چارو کې مهم رول لوبولی او د نړۍ د سولې او پرمختګ لپاره خدمتونه تر سره کړي دي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای