CRI Online

لي که چيانګ د ۲۰۱۷ کال لپاره د حکومت عمده کاري موخې معرفي کړلې.

cri     (GMT+08:00) 2017-03-05 10:25:20

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که چيانګ د مارچ په ۵مه نېټه د حکومت په کاري راپور کې وويل، چې په ۲۰۱۷ کال کې د چيني حکومت عمده کاري موخې داسې دي چې د چين د کورنيو توليداتو د عمومي ارزښت د زياتوالي انډول شپږ اعشاريه پنځه سلنه وي، د اوسيدونکو د مصرفي بيو د زياتوالي انډول دری سلنه وي، په ښارونو او علاقه داريو کې يوولس ميلونه کاري فرصتونه زيات شي، په ښارونو او علاقه داريو کې د بې کارۍ انډول تر څلور اعشاريه پنځه سلنې لاندې وي، د وارداتو او صادراتو اندازه په ثابته توګه زياته شي او نړيوال لګښت او ګټې برابرې شي، د اوسيدونکو د ګټو زياتوالی د اقتصاد له زياتوالي سره برابر شي، د کورنيو توليداتو د هر واحد ارزښت پر بنسټ د انرژۍ د کارولو انډول دری اعشاريه څلور سلنه کم شي او د ککړتيا خوروونکو شيانو د مضروګازاتو ايستنې اندازه کمه شي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای