CRI Online

لي که چيانګ: چين تل د نړيوالې سولې ساتونکی، د نړيوال پرمختګ خدمتګار او د نړيوال نظام ساتونکی دی.

cri     (GMT+08:00) 2017-03-05 11:14:39

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که چيانګ د مارچ په ۵مه نېټه د حکومت په کاري راپور کې وويل، چې د نړيوالو سياسي حالاتو د بدلونونو په وړاندې، چين تل د سولې او عدالت تر څنګ ولاړ وي او تل د نړيوالې سولې ساتونکی، د نړيوال پرمختګ خدمتګار او د نړيوال نظام ساتونکی دی.

هغه وويل، چې موږ به پر سوله ييزې پرمختيايي لارې ټينګار وکړو، څواړخيز نظام به ساتو او د نړۍ د ادارې په بهير کې به ګډون وکړو، تر څو د نړيوال اقتصاد د يو لاس کېدو په بهير کې عدالت وساتل شي. موږ به له لويو هېوادونو سره ثابتې اړيکې ټينګې کړو، له ګاونډيو هېوادونو سره باور به ژور کړو او ګډ پرمختګ به ومومو، له پرمختيايي هېوادونو سره نژدې همکارۍ به وکړو او د نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو د حلولو لپاره به خپل وړانديزونه وړاندې کړو. دغه راز، موږ به په بهر کې د خپل حق د ساتنې او د دفاعي توان د لوړتيا لپاره کوښښ وکړو. موږ به له نړيوالې ټولنې سره يو ځای د همکاريو او ګډو ګټو پر بنسټ نوی ډول نړيوالې اړيکې ټينګې کړو، تر څو د بشريت د ګډې ټولنې د جوړولو لپاره خدمت وکړو. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای