CRI Online

د چين د دوولسمې دورې ملي ولسي کانګرس ۵مه عمومي غونډه په بېجينګ کې پرانيستل شوه(نوی).

cri     (GMT+08:00) 2017-03-05 12:09:09

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دوولسمې دورې ملي ولسي کانګرس ۵مه عمومي غونډه د مارچ د ۵مې نېټې په سهار د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې پرانيستل شوه. د چين صدراعظم لي که چيانګ د حکومت په استازيتوب کاري راپور وړاندې کړ.

هغه وويل، چې تېر کال په چين کې د شتمنې ټولنې د ابادۍ بهير پرمختګ موندلی، په هره ساحه کې د اصلاحاتو د ژورتيا کارونه پياوړې شوي، د قوانينو سره سم د هېواد د ادارې تدبيرونه پلې شوي، په هره ساحه کې د ګوند د جدي ادارې کارونه پياوړې شوي او د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ په اړه عمده موخو ته رسېدلي دي چې په دې وسيله د چين د ديارلسم پنځه کلن پلان په ښه توګه تطبيق شو.

تېر کال د چين اقتصاد په سالمه او ثابته توګه پرمختګ موندلی دی. د چين د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت ۷۴ زره او ۴سوه مليارډو يوانو ته رسېدلی چې دغه شمېر د وړم کال په پرتله شپږ اعشاريه اووه سلنه لوړ شوی او په نړۍ کې يې مخکنی مقام ونيوه. تېر کال د نړيوال اقتصاد په زياتوالي کې د چيني اقتصادي انډول له دېرش سلنې نه زيات و. تېر کال د چين په ښارونو او علاقه داريو کې ديارلس مليونه او يو سل او څلوېښت زره کاري فرصتونه زيات شوي او د چين بې کارۍ انډول څلور اعشاريه صفر دوه سلنه و چې د تېرو څو کلونو په پرتله ټيټ و. تېر کال د چين په مهمو او کليدي ساحو کې ژور اصلاحات او ورخلاصون تر سره شوی دی. د يوه کمربند او يوې لارې پلان د ابادۍ سرعت چټک شوی او يو لړ سترې نړيوالې پروژې پلې شوې دي. دغه راز، د چين د اقتصادي جوړښت د ترميمولو بهير هم چټک شوی او د پرمختګ نوی خوځنده ځواک پياوړی شوی دی. تېر کال د نويو تصديو د شمېر زياتوالی څليرويشت اعشاريه پنځه سلنې ته رسېدلی دی. تېر کال د اساسي تاسيساتو د ابادۍ په ساحه کې د ګړندي سړکونو اوږدوالی يو زر او نهه سوه کيلومتره زيات شوی او د شپږ زره او اووه سوه کيلومترو په اوږدو کې نور ګړندی سړکونه او په کليوالو سيمو کې دوه سوه او نوي زره کيلومتره سړکونه بيا ترميم شوي دي. د خلکو د ژوند په ساحه کې د اوسيدونکو رښتيني عايدات په سلو کې شپږ اعشاريه درې زيات شوي دي. په کليوالو سيمو کې د بې وزلو وګړيو شمېر دوولس مليونه او څلور لکه کم شوي او څه باندې دوه ميلونه او څلور لکه بې وزلي وګړي د ښو عايداتو لپاره نورو ځايونو کې ميشت شوي دي. د چين په دننه کې سيلانيز بازارونو چټک پرمختګ موندلی او څه باندې يو سل او شل مليونو چينايانو نورو هېوادونو او سيمو ته سفرونه کړي دي.

بر سېره پردې، تېر کال چين په بريالۍ توګه د شلو هېوادونو ډلې د هانګجو سرمشريزه غونډه تر سره کړه او د نړيوال اقتصاد د پياوړتيا په بهير کې يې خپل خدمتونه کړي دي.

نوموړي وويل، چې په ۲۰۱۷ کال کې د چيني حکومت عمده کاري موخې داسې دي چې د چين د کورنيو توليداتو د عمومي ارزښت د زياتوالي انډول شپږ اعشاريه پنځه سلنه وي، د اوسيدونکو د مصرفي بيو د زياتوالي انډول دری سلنه وي، په ښارونو او علاقه داريو کې يوولس ميلونه کاري فرصتونه زيات شي، په ښارونو او علاقه داريو کې د بې کارۍ انډول تر څلور اعشاريه پنځه سلنې لاندې وي، د وارداتو او صادراتو اندازه په ثابته توګه زياته شي او نړيوال لګښت او ګټې برابرې شي، د اوسيدونکو د ګټو زياتوالی د اقتصاد له زياتوالي سره برابر شي، د کورنيو توليداتو د هر واحد ارزښت پر بنسټ د انرژۍ د کارولو انډول دری اعشاريه څلور سلنه کم شي او د ککړتيا خوروونکو شيانو د مصنروګازونو ايستنې اندازه کمه شي.

بر سېره پردې، صدراعظم لي په دغه راپور کې د قومونو، مذهبونو، ملي دفاع، پوځې لګښت، د هانکانګ او مکاو چارو، د تايوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ د اړيکو او ډيپلوماسي په شمول بېلا بېلو ساحو کې د چين د حکومت کاري پلانونه وړاندې کړل.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای