د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د پاکستان د سمندري چارو امنيتي ادارې د مارچ په ۵مه نيټه د دې خبر پخلی وکړ چې پر ځايي وخت د مارچ د ۴مې نيټې په شپه ۸۵ تنه هندي کب نيونکي په ناقانونه توګه د دغه هېواد سمندري سيمې ته د ننوتلو له امله نيول شوي او د دوی ۱۴ بيړۍ هم پاتې شوي دي.
په ۵مه نيټه دغه کب نيوونکي د پاکستان په جنوب کې د کراچي ښار پوليسو ته سپارل شوي او اوس د پوليسو په ځايي اداره کې بندي دي. د قانون له مخې دوی به په راتلونکو څو ورځو کې محاکمه شي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |