د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د الجزاير او تونس چارواکو د مارچ په پنځمه نېټه پر دې ټينګار وکړ چې د ليبيا بحران دې له سياسي لارې حل شي.
د الجزاير د ماګهرب،افريقايي ټولنې او عرب ليګ د چارو په اړه وزير عبدالقدير ميساهل د تونس د بهرنيو چارو له وزير خيميس جيناوي سره په ليدنه کې په همدې ورځ دا بيا تائيد کړه چې دواړه خواوې به د ليبيا د بېلا بېلو خواوو تر منځ د خبرو اترو د هڅولو او د دوي تر منځ د سياسي توپيرونو د لېرې کولو لپاره کوښښ وکړي. ميساهل له ليدنې وروسته خبري رسنيو ته وويل، الجزاير او تونس د ليبيا په چارو کې د نورو هېوادونو له لاسوهنې سره مخالفت کوي. د ده په نظر، م م دې د ليبيا مسئلې د حل و فصل په برخه کې رول ولوبوي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |