CRI Online

ايران له اذربايجان سره د پولي چارو او پټلۍ په برخو کې همکاريز يادښت لاسليک کړ

cri     (GMT+08:00) 2017-03-06 10:32:11

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ايران ولسمشر حسن روحاني د مارچ په ٥مه نېټه په پلازمينه تهران کې د اذربايجان له ولسمشر الهام عليوف سره خبرې اترې وکړې او دوه يادښتونه يې لاسليک کړي چې د پولي چارو او پټلۍ په برخو کې به د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې به ورسره پراخې شي.

د يادښتونو له مخې، دواړه هېوادونه به د پيسو مينځلو او د پانګو څارنې په برخو کې همکاري پياوړې کړي. له دې نه پرته، دواړه خواوې به د ايران په شمال کې د رشت ښار او استرا ښار ترمنځ اوسپنيزه لاره په ګډه جوړه کړي چې د ايران او اذربايجان تر منځ پټلۍ پوره او پرانيسيل شي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای