CRI Online

د جنوبي کوريا پوځ: شمالي کوريا په ازمويښتي توګه ۴ توغندي وتوغول.

cri     (GMT+08:00) 2017-03-06 14:37:59

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د جنوبي کوريا پوځ د درستيزانو عمومي رياست د مارچ په ۶مه نيټه خبر ورکړ چې شمالي کوريا د همدې ورځې په سهار د کورياي ټاپووزمې ختيځې سمندري سيمې په لوري څلور توغندي توغولي دي.

د خبر له مخې، شمالي کوريا پر ځايي وخت په ۷ بجو او ۳۶ دقيقو ۴ توغندي وتوغول چې د توغديو د الوتنې واټن کابو ۱۰۰۰ کيلومتره دی او د الوتنې لوړوالی يې تقريباً ۲۶۰ کيلومتره دی. اوس په جنوبي کوريا کې ميشت امريکايي پوځ لا هم د دغو توغنديو په اړه د معلوماتو په څېړنې بوخت دی.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای