CRI Online

د چين د پرمختګ او اصلاحاتو دولتي کميسيون مشر: سږ کال د چين اقتصاد د زياتوالي سرعت بايد ۶.۵٪ وساتل شي.

cri     (GMT+08:00) 2017-03-06 14:50:37

د مارچ د ۶مې نيټې په سهار د چين د پرمختګ او اصلاحاتو دولتي کمېسيون مشر ښاغي هه لي فنګ د چين د ملي ولسي کانګرس په نوبتي غونډه کې څرګنده کړه چې سږ کال د چين اقتصاد د زياتوالي سرعت بايد۶.۵٪ وساتل شي.

روان کال د چين حکومت د اقتصاد د زياتوالي سرعت موخه په ۶.۵٪ ټاکلې ده. ښاغلي هه لي فنګ په دې اړه وويل چې چين يو ۱.۴ بليارډ نفوس لرونکی لوی هېواد دی. استخدام يوه ډېره مهمه مسئله ده. دا به د نويو کارونو د پيدا کولو لپاره ډېره ستونزمنه وی، که اقتصادي چارو ته چټک پرمختګ ورنشي کړای. چين دغه پلان لري چې تر ۲۰۲۰ کال پورې دې خپله يو نسبتاً شتمنه ټولنه اباده کړي، نو د خلکو ژوند ښه والي په برخه کې زياتو کارونو ته لا هم اړتيا لري. نو اقتصادي چارې بايد چټک پرمختګ وکړي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای