CRI Online

د ٢٠١٧ کال لپاره د چين د دفاعي چارو بودجه  زر مليارډه يوانه ده

cri     (GMT+08:00) 2017-03-06 15:01:44

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين د ماليې وزارت يو مسئول د مارچ په ٦مه نېټه وويل، د بودجې له مخې، په ٢٠١٧ کال کې به د چين د دفاعي چارو بودجه ١٠٤٤ مليارډه يوانه وي چې کابو له ١٥٠ مليارډو امريکايي ډالرو سره برابر ده، دغه شمېر د ٢٠١٦ کال په نسبت ٧ سلنه زيات شوی.

د چين د ملي ولسي کانګرس د دوولسمې دورې پنځې غونډې وياندې فو ينګ د مارچ په څلورمه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، که څه هم چې د ٢٠١٧ کال لپاره د چين د دفاعي چارو بودجه ٧ سلنه زياته شوې، خو دغه شمېر د کورنيو توليداتو په ارزښت کې يو اعشاريه درې سلنه نيسي. په وروستيو کلونو دغه شمېر تل په ټيټه سويه کې و. بله خوا امريکا هم غواړي پوځي لګښت زيات کړي. ناټو له ټولو غړو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې په خپلو کورنيو توليداتو ارزښتونو کې دې د پوځي لګښت برخه دوه سلنې ته لوړه کړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای