CRI Online

د پاکستان خبريال: هيله من يم چې د چين دوه ملي جرګې د ورېښمو يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ لپاره لا زيات تدبيرونه وټاکي.

cri     (GMT+08:00) 2017-03-06 15:08:07
د محمد ارشد قريشي په دې ورځو کې د يوې تبصرې په خپرولو سره وويل چې د چين د ملي ولسي کانګرس او ولسي سياسي مشورتي کنفرانس کلنۍ غونډې اوس په بېجينګ کې روانې دي. دغه دوه ملي جرګې نه يوازې د چين، بلکې د ټولې نړۍ لپاره خورا اهميت لري چې د ملي ولسي کانګرس څه باندې ۳۰۰۰ استازي او د ولسي سياسي مشورتي د ملي کمېټې ۲۰۰۰ غړي ، زيات دولتي او ځايي چارواکي راغونډېږي او سره يو ځای د ملي چارو په اړه سلامشوره کوي. زما په اند لانديني څو ټکي د پاملرنې وړ دي:

چين به اوسنی اقتصادي اصلاحات لا نور هم ژور کړي او کرنيزو چارو ته په درنه سترګه ګوري. چين به د ککړتيا د کموالي او مخنيوي لپاره نوې لارې چارې پيدا کړي او په ښارونو کې به د سکرو مصرفولو يو شمېر فابريکې بندې کړي. چين به د توکو او کورونو بيو د ثابت ساتلو لپاره تدبيرونه ونيسي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای