CRI Online

پنځه چيني تصدی غواړي په فليپين کې لس مليارډه امريکايي ډالره پانګې واچوي

cri     (GMT+08:00) 2017-03-06 15:15:35

د چين د سوداګرۍ وزارت د خبر له مخې، د فليپين د مانيلا ورځپاڼې د مارچ په ٤مه نېټه خبر ورکړ، د فليپين د پانګونې ادارې مسئول رودولف څو ورځې مخکې ويلي، د چين د هوانوردۍ تخنيک نړيوال محدود شرکت، د لياو نينګ د باو لای شرکت، د هوی لي د پانګونې صندوق د ادارې شرکت، د دا ليان د وان يانګ د درنو صنايعو شرکت او د يي دينګ تای نړيوال شرکت پنځه چيني تصدی پلان لري چې په فليپين کې له لس مليارډو امريکايي ډالرو څخه زياتې پانګې واچوي او د کار او استخدام پنځلس زره فرصتونه به برابر کړي.

د اړوند خبر له مخې، د دغو تصديو پانګې به د فليپين د نفتو چارو، د برېښنا توليدي چارو او د بېړيو د توليدي چارو په شمول ځينو برخو کې ولګول شي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای