د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د ملي ولسي کانګرس د دوولسمې دورې ملي کمېټې پنځمه غونډه د مارچ په پنځمه نېټه په بېجينګ کې تر سره شوه. د قطر لوی سفير سلطان سلمين المنصوري په دې غونډه کې د چين د صدراعظم لي که چيانګ کاري راپور واورېد او د چين حکومت د دې پرېکړې يې ستاينه وکړه چې په کلني پلان کې يې د يوه کمربند او يوې لارې د اَبادولو پاليسي د خاص تاکيد په حيث وټاکله
هغه وويل، د يوه کمربند او يوې لارې د اَبادولو پلان د ټولې اسيا د ثبات او پرمختګ لپاره ښه فرصت دی او اړوندو هېوادونو ته يې ډېرې ګټې رسولې دي. هر کس خپلې هيلې لري او د دغو هيلو د پوره کولو لپاره دوي کوښښ کوي. خو زما په اند زموږ د عربو تر ټولو ستره هيله ثبات دی. يوازې ثابته ټولنه پرمختګ او سمسورتيا رامنځته ته کولای شي. د يوه کمربند او يوې لارې د اًبادولو پلان همکارۍ او سوله د نړيوالو اړيکو د پرمختګ په برخه کې نوې لاره او لور برابروي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |