CRI Online

د چين د پرمختګ او اصلاحاتو ملي کمېټې رئيس هه لي فنګ : چين د يوه کمربند او يوې لارې پر غاړه پرتو هېوادونو کې تر پنځوسو مليارډو امريکايي ډالرو زياتې پانګې اچولې دي

cri     (GMT+08:00) 2017-03-06 17:19:53

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د پرمختګ او اصلاحاتو ملي کمېټې رئيس هه لي فنګ د مارچ په ٦ مه نېټه د چين د دوولسمې دورې د ملي ولسي کانګرسد پنځې غونډې په اړه خبري ناسته کې وويل، چې له نږدې دريو کلونو راهيسې چين د يوه کمربند او يوې لارې پر غاړه پرتو هېوادونو کې تر پنځوسو مليارډو امريکايي ډالرو زياتې پانګې اچولې دي.

نوموړي وويل، چې د يوه کمربند او يوې لارې ابادي ډېره چټکه ده او لاسته راوړنې يې هم تر وړاندوينې ښې دي. تراوسه تر سلو زياتو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو په دغه طرحه کې ګډون او ورڅخه يې ملاتړ کړی دی. چين له پرتو هېوادونو سره د حکومتونو ترمنځن د همکارۍ په اړه نږدې ٥٠ تړونونه او له يو شمېر نړيوالو سازمانونو سره يې څه باندې ٧٠ همکاريز تړونونه لاسليک کړي . دغه راز يو لړ همکاريزې پروژې هم پلې شوې دي ، مثلا د اندونيزيا د جاکارتا او باندنګ ترمنځ ګړندي رېلوې، د هنګري او سيربيا ترمنځ رېلوې ، د چين او لاوس ترمنځ رېلوې او سمندري بندرونه او داسې نور.

همدانګه نوموړي زياته کړه چې په راتلونکی مې مياشت کې به په بېجينګ کې د يوه کمربند او يوې لارې په اړه د نړيوالې همکارۍ سرمشريز فورم ترسره شي. د چين د ملي پرمختګ او اصلاحاتو کمېټه به د دغه فورم لوړپوړې غونډه جوړه کړي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای