CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت: د شمالي کوريا د توغنديو له ازموينې سره مخالف کوو

cri     (GMT+08:00) 2017-03-06 18:47:08

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د مارچ په ٦ مه نېټه وويل، د امنيت شورا په اړوندو پريکړه ليکونو کې په روښانه او څرګنده توګه د شمالي کوريا د توغندي ازموينې په اړه مقررات ټاکل شوي . چين د شمالي کوريا له هغه کړه وړه سره مخالفت کوي چې د امنيت شورا له اړوندو پريکړه ليکونو په سرغړونې توغندي ازمويي.

ګنګ شوانګ په همدې ورځ په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، چين دې ته هم متوجه دی چې د شمالي کوريا په مقابل کې د امريکا اوجنوبي کوريا ترمنځ ګډ پوځي تمريونه روان دي. د اوسنيو حالاتو پر وړاندې اړوندې غاړې دې زغم وساتي او هغه عمليات چې د سيمه ييزو حالاتو لپاره ګټور نه وي ترسره نه کړي .

ګنګ شوانګ زياته کړه چې د کوريا ټاپووزمې چارو په اړه د چين د حکومت استازي وو دا وی په درېيمه نېټه په جلاجلا توګه د شپږو خواوو خبرو اترو د امريکايي پلاوي له رئيس او د جنوبي کوريا پلاوي له رئيس سره تليفوني خبرې وکړې او په خبرو کې يې د امريکا او جنوبي کوريا د ګډو پوځي تمريونو، په شمالي کوريا کې د امريکا لخوا د څاډ توغندي ضدسيستم د ځای پر ځای کېدو په اړه د چين دريځ څرګند کړ.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای