د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د مارچ په ٦ مه نېټه په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت پدې وروستيو کې د ٢٠١٦ کال لپاره د يو شمېر هېوادونو د بشري حقوقو په اړه راپور خپور کړ او پدې راپور کې د چين په اړه محتويات له حقيقته وتلی او ورڅخه د چين په مقابل کې تعصب ښکاري،چين په ټينګه له دې راپور سره مخالف دی او له امريکا سره پدې اړه د جدي خبرو غوښتونکی دی.
ګنګ شوانګ وويل، د چين حکومت د بشري حقوقو ساتنې او ودې ته په درنه سترګه ګوري. د نوی چين له جوړېدو راهيسې په چين کې د بشري حقوقو په چارو کې ډېرې لاسته راوړنې لري او دا د ردولو وړ نه دی. نوموړي زياته کړه چې چين پدې نظر دی چې بېلابېل هېوادونه دې د مساوت او متقابل درناوي پربنسټ د بشري حقوقو مسئلو په اړه خبرې وکړي ترڅو د يو بل له تجربو نه ګټه واخلي او ګډه وده ومومي. چين له امريکا څخه غوښتنه کوي چې په عادلانه توګه د چين د بشري حقوقو حالت وګوري او او د بشري حقوقو مسئلو په پلمه د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |