CRI Online

لي که چيانګ د شان دونګ ولايت د پلاوي په بحث کې ګډون وکړلي که چيانګ د شان دونګ ولايت د پلاوي په بحث کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2017-03-06 21:26:28

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که چيانګ د مارچ د ٦ مې نېټې په سهار د شان دونګ ولايت پلاوي په بحث کې ګډون وکړ .

لي که چيانګ وويل، د چين عمومي اقتصادي اندازه تر ١١٠٠٠ مليارډو ډالرو زياته شوې ده، د حکومت په کاري راپور کې موخه ټاکل شوې چې سږکال به اقتصادي زياتوالی ٦.٥٪ وي، دا نه يوازې له اقتصادي دستورونو سره سمون لري بلکې د تېر کال په پرتله به هم زيات شي او د روزګار لپاره به ګټور وي.

نوموړي پر دې ټينګار وکړ چې د پرمختګ برياليتوبونه په اخر کې بايد د خلکو د ژوند له ښوالي څخه ښکاره شي.د خلکو د ژوند د ښه والي په چارو کې بايد روزګار ته لومړیتوب ورکړي شي او د روزګار د پيدا کولو لپاره دې زياتې هڅې وشي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای