د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د جنوبي کوريا پوځ د درستيزانو ګډ رياست د مارچ په ٦مه نېټه وويل چې د همدې ورځې په سهار شمالي کوريا په پيونګانپوک دو کې د کوريا ټاپووزمۍ د ختيځې سمندري سيمې په لوري ٤ توغندي توغولي دي.دا دوهم ځل دی چې شمالي کوريا په يوه مياشت کې توغندي توغوي.نړيوالې ټولنې په جلا جلا توګه د شمالي کوريا د دې عمل غندنه وکړه.
د م م د سرمنشي د وياند مرستيال فرهان حق د روانې مياشتې په ٦مه نېټه وويل چې د م م سرمنشي انتونيو ګوتيريس د شمالي کوريا غندنه کړې چې د دې هېواد دا عمل د امنيت شورا له پرېکړه ليک څخه سرغړونه ده او له دغه هېواد څخه يې غوښتنه وکړه چې د توغنديو له توغولو څخه لاس واخلي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ په ٦مه نېټه وويل چې د امنيت شورا په پرېکړه ليک کې د شمالي کوريا د توغنديو د توغولو په اړه مقررات ټاکل شوي. چين د شمالي کوريا له ياد عمل سره مخالفت کوي چې د دې هېواد دا عمل د امنيت شورا له پرېکړه ليک څخه سرغړونه ده.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |