د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين د ملي ولسي کانګرس استازي او د شانګهای ښار د ګوندي کميټې منشي مرستيال او ښاروال ينګ يونګ د مارچ په ٦مه نېټه وويل چې اوس شانګهای له اړوندو څانګو سره د ازادۍ سوداګريزې ازمويښتي سيمې د ابادۍ د کاري لايحې پر جوړولو بوخت دی او عمومي موخه يې تر ٢٠٢٠ کال پورې د يوې لوړ پوړې ازادې سوداګريزې سيمې جوړول دي.
د روانې مياشتې د ٦مې نېټې تر غرمې وروسته د شانګهای پلاوی يوه عمومي غونډه تر سره کړه او د حکومت کاري راپور يې وارزاوه.تر غونډې وروسته د شانګهای پلاوي له چيني او بهرنيو خبري رسنيو سره په دې اړه يوه مرکه هم وکړه.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |