د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين د ملي ولسي کانګرس استازي او د بېجينګ ښاروالی څای چي د مارچ په ٦مه نېټه وويل چې اوس په بېجينګ کې د ٢٠١٧ کال د پاک هوا عملياتي پلان پلی کېږي چې د هوا د ککړتيا اداره به پياوړی شي.
څای چي وويل چې د بېجينګ د هوا کيفيت ګام په ګام ښه شوي،خو د خلکو د هيلې په پرتله لاهم ستر واټن لري.هغه زياته کړه چې په بېجينګ کې به د توليدي فضا پيمانه کمه شي او شين رنګ ايکولوژيک فضا پياوړی شي.د روان کال تر پايه پورې به د بېجينګ ښار حکومتي ارګانونه تونګ جو سيمې ته انتقال شي.اوس د ادارې،سوداګريزو خدمتونو او د کولتور او سيلانۍ په برخو کې د ترميمولو کارونه روان دي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |