د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين د ماليې وزير شياو جيه د مارچ په ٧مه نېټه وويل چې د ٢٠١٦ کال تر پايه پورې د چين د مرکزي او ځايي حکومتونو د پورونو انډول څه نا څه ٢٧ زرو ٣٣٠ مليارډو يوانو ته رسېدلی او د شمېرنې دولتي ادارې له لومړۍ شمېرنې سره سم د پورونو انډول څه نا څه ٣٦ اعشاريه ٧ سلنه دی.
وزير شياو جيه په همدې ورځ د چين د ملي ولسي کانګرس د ١٢مې دورې د ٥مې عمومي غونډې په مطبوعاتي ناسته کې وويل چې اوس د چين د پورونو خطر تر کنټرول لاندې دی.د چين د پورونو انډول لوړ نه دی ،د اټکل له مخې،د روان کال تر پايه پورې به دغه انډول ډېر بدل نه شي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |