CRI Online

د چين په حکومتي راپور کې د وګړيو ژوند په اړه نوې تګلارې ډېرې د پام وړ دي

cri     (GMT+08:00) 2017-03-07 16:39:44

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، اوس په بېجينګ کې د چين د ملي ولسي کانګرس د دوولسمې دورې ملي کمېټې پنځمه غونډه روانه ده. د سږ کال د تګلارو نقشه چې د مرکزي حکومت لخوا ټاکل شوې، د ارزونې لپاره د دې کمېټې استازو ته وړاندې شوې ده.

په دې حکومتي راپور کې د عامو وګړيو د ژوند بېلا بېلې برخې يادې شوي او پکې ډېر د پاملرنې وړ ټکی د کار او استخدام ضمانت دی. مرکزي حکومت دا موخه وړاندې کړې چې سږ کال به په ښارونو او ولسواليو کې د کار او استخدام يوولس مليونه نوي فرصتونه زيات کړي. دغه شمېر د ٢٠١٦ کال په نسبت يو مليون زيات دی. صدراعظم لي که چيانګ د مرکزي حکومت په استازيتوب وويل

((د اقتصاد د بنسټيز حالت او د کاري اړتياوو له مخې، دغه موخه زموږ د کوښښ له لارې ترسره کېدای شي. ))

د صدراعظم لي که چيانګ په قول، مرکزي حکومت به د دې موخې د عملي کولو لپاره د کار او استخدام د پرمخبيولو او د تشبث کوونکو د هڅولو لپاره يو لړ تدبيرونه ونيسي. سږ کال په چين کې د فارغو شويو محصلينو شمېر ٧٩ مليونه نهه لکه او پنځوس زرو ته رسېدلی، نو د دې موخې عملي کول به پر حکومت ډېر فشارونه راشي. د چين د سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې غړي او د چين د علومو اکاډمۍ څېړوونکي جانګ يون لينګ وويل

((څرنګه چې د اقتصاد د کمزورتيا په موده کې به د اقتصادي جوړښت د تنظيم او د اضافي توليدي چارو د تړلو په شمول د ځينو لاملونو له امله د بې کارۍ سخت حالت رامنځته شي. زموږ حکومت په دې وخت کې د کار او استخدام ضمانت ته لومړيتوب ورکوي او د بېوزلۍ د له منځه وړلو ته ډېره پاملرنه کوي، له دې څخه ښکاري چې زموږ حکومت يو مسئولانه حکومت دی.))

د ښوونې او تعليم د کيفيت او عدالت ضمانت هم هر کال د ملي ولسي کانګرس د ملي کمېټې په کلنۍ غونډه کې ډېر د پاملرنې وړ ټکی وي. د ښوونې او تعليم په برخه کې د ښارونو او ولسواليو، د بېلا بېلو سيمو او ښوونځيو تر منځ د توپيرونو د کمولو لپاره به د ځينو کمزورو ښوونځيو د شرايطو د ښه والي او د تعليم او ښوونې د ښو سرچينو د خپرېدا پيمانې د زياتوالي په موخه هڅې وکړي. د چين د ملي ولسي کانګرس استازې او د شينجيانګ د سپکو صنايعو مسلکي ښوونځي مرستيالې ګلي نور احمد وويل، که څه هم د نوښت او زهني چارو په برخه کې د لوېديځې او ختيځې سيمې ترمنځ توپير زيات دی، خو د تعليمي مالوماتو د خپرېدا، د ښوونې لګښت او عدالت په برخو کې د دواړو سيمو تر منځ توپيرونه د کمښت په حال کې دي. دې وويل

(( بېلا بېلې سيمې د ښوونې او تعليم له غښتلو سرچينو څخه ګټې اخيستلی شي او ټولو ماشومانو ته برابره ښوونه ور کول کېږي، په حکومتي راپور کې دغه مالومات ډېر د خوښۍ او خوشحالۍ وړ دي. ))

اوس په چين کې ډېر داسې زاړه کسان شته چې له خپلو ټاټوبيو څخه وتلي او له خپلو اولادونو سره په نورو سيمو کې اوسېږي. د دغو زړو کسانو لپاره يو ښه خبر شته چې په ټول هېواد کې به د طبي بيمې مالوماتو شبکه جوړه شي يعنې له خپل ټاټوبي څخه په بهر کې په روغتون کې د بستري کېدو لګښت به په مستقيمه توګه په دې ځای کې د بيمې لخوا ولګول شي. له دې امله چې ولسوالۍ د لويو ښارونو له طبي سرچينو څخه ګټه نه اخلي او په ولسواليو او کليوالو سيمو کې اوسېدونکي د ځينو سختو ناروغيو د درملنې لپاره تل لويو ښارونو ته د تګ اړتيا لري. د دې ستونزې د ليرې کولو لپاره به چين په روان کال کې په ولسواليو کې د ډول ډول طبي درملنې ګډې ازمويښتي اډې جوړې کړي، ټول لوی حکومتي روغتونونه بايد پکې ګډون وکړي او لارښوونکی رول ولوبوي. دغه راز به په کليوالو سيمو او ولسواليو کې اوسېدونکو ته ريښتينې اسانتياوې برابرې شي.

له دې پرته، په دې حکومتي راپور کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو په اړه هم يو لړ تدبيرونه وړاندې شوي دي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای