CRI Online

د ښځو نړيوالې ورځې د نمانځنې مېلمستيا په بېجينګ کې جوړه شوه

cri     (GMT+08:00) 2017-03-07 20:07:42

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د مارچ د اوومې نېټې په ماسپښين د ښځو نړيوالې ورځې د هرکلي په موخه د چيني او بهرنيو ښخو مېلمستيا د خلکو په لوی تالار کې جوړه شوه. د چين د ملي ولسي کانګريس د دايمي کمېټې مرستيال رئيسې او هم د چين د ښځو ملي ټولنې رئيسې شن يو يو په دې مېلمستيا کې د بېلابېلو هېوادونو ښځو ته د دغې ورځې مبارکي وړاندې کړه او ويې ويل چې چيني ښځې به د بېلابېلو هېوادونو له ښځو سره يوځای د بشريت د ګډې ټولنې د جوړولو لپاره هڅې وکړي.

د چين د يو شمېر ملي ارګانونو ښځنيه مشرانو، د هانکانګ او مکاو د ملي ولسي کانګريس او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس ښځينه استازو، په چين کې د بېلابېلو هېوادونو د سفارتونو ښځنيه سفيرانو، د سفيرانو مېرمنو او ښځنيه ډيپلوماتانو او په چين کې د بهرنيو کارپوهانو په شمول څه باندې زرو کسانو پدې مېلمستيا کې ګډون وکړ.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای