د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ په اوومه نېټه د لياو نينګ ولايت په بحث کې ګډون وکړ.
شي جين پينګ د لياو نينګ ولايت د پرمختګ او ادارې په اړه د دغه پلاوي د څو استازو راپورونه او نظرونه واوريدل او ورپسې يې وينا وکړه. نوموړي په خپلو خبرو کې تېر کال کې د لياو نينګ ولايت لاسته راوړنې تائيد کړې او ويې ويل، چې د توليدي چارو په اړه اصلاحات د لياو نينګ ولايت ضروري پرمختيايي لاره ده، بايد په دې ولايت کې د دولتي تصديو پرمختګ ته ډېر اهميت ورکړو ترڅو دغه دولتي تصدۍ لاپسې غښتلې شي .
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |