CRI Online

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس غړيو د چين د کولتور د خپرېدو په باب خپل نظرونه شريک کړل.

cri     (GMT+08:00) 2017-03-08 09:53:10

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د دوولسمې دورې ملي کميټې پنځمې عمومي غونډې د مارچ په ۷مه نېټه پخپله د کولتوري باور د ټينګېدو او د چيني کيسې د خپرېدو تر عوان لاندې يوه مطبوعاتي غونډه جوړه کړه. د دغې کميټې ۵غړيو پکې د چيني کيسې د خپرېدو، د عنعنوي کليو د ساتنې، د چيني خطاطي ښوونې د پياوړتيا، د چين د فلمونو د پرمختګ، د کولتوري کلتور د خپرېدو په باب خپل نظرونه شريک کړل.

د چيني کيسې د خپرېدو په باب د فنګهوا ټلويزن مشر ليو چانګ له وويل، چې نړۍ د چين په اړه رښتينې او غني معلومات غواړي.

د عنعنوي کليو د ساتنې د يادونې په وخت کې ښاغلي فنګ جي څای وويل، چې په اوسني حال کې د عنعنوي کليو د ساتلو په بهير کې دوه عمده مسئلې شته، يوه په کليو کې د ځوانانو کمښت او بله د سيلانۍ بې کاره پرمختګ دی.

په ځوانانو کې د چين د دوديز کولتور د خپرېدو د يادونې په وخت کې ښاغلي فنګ وويل، چې دا لازمه ده چې د ځوانانو کولتوري ښوونه پياوړې کړو. کولتور نه يوازې پوهه ده، موږ بايد د ځوانانو د خوښې سره سم په مناسبه توګه کولتوري روزنې تر سره کړو.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای