د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د سياسي مشورتي کنفرانس غړي تيان ګانګ پ يوه مرکه کې وويل، چين به د کولتور او تعليم په برخو کې د يوه کمربند او يوې لارې له اړوندو هېوادونو سره همکارۍ پياوړې کړي او د دغو هېوادونو لا زياتو زده کوونکو ته به چين کې د زده کړې فرصتونه برابر شي.
ښاغلي تيان وويل، ښوونه او روزنه د يوه کمربند او يوې لارې د اَبادولو په ستراتيژي کې يوه مهمه برخه ده. د چين د تعليم وزارت په ګډون څو وزارتونه او ادارې به د تازه پاليسۍ سره سم د چين او د يوه کمربند او يوې لارې د اړوندو هېوادونو تر منځ د تعليمي همکارۍ د پياوړتيا او زياتوالي لپاره لا زيات کوښښونه وکړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |