CRI Online

د بېلا بېلو هېوادونو د پارلمانونو ټولنه: د چين په ملي ولسي کانګرس کې د ښځينه استازو شمېر په سلو کې ۲۳.۷٪برخه نيسي چې دا د نړۍ له منځنۍ سويې څخه لوړ دی.

cri     (GMT+08:00) 2017-03-08 15:49:30

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د بېلا بېلو هېوادونو د پارلمانونو ټولنې د مارچ په شپږمه نېټه په ژنيو کې د ۲۰۱۶م کال لپاره د مختلفو هېوادونو په پارلمانونو کې د ښځو په باب د څيړنې يو راپور خپور کړ چې له مخې يې په تېر کال کې د بېلا بېلو هېوادونو په پارلمانونو کې د ښځينه غړيو انډول په منځنۍ توګه د وړم کال په پرتله صفر اعشاريه اووه سلنه لوړ شوی دی او درويشت اعشاريه درې سلنې ته رسېدلی دی. خو دغه شمېر د يادې ټولنې له هغه موخې څخه ليرې واټن لري کوم چې په پارلمانونو کې د ښځو شمېر بايد نيمه برخه شي. نو اړوندې خواوې بايد کوښښونو ته دوام ورکړي.

د مارچ اتمه نېټه د ښځو له نړيوالې ورځې سره برابره ده. دغه راپور د دغې ورځې د رارسېدو په درشل کې خپور شوی دی. دغه راپور د نړۍ په ۲۷۰ پارلمانونو کې د ښځو شمېرې حساب کړې دي. د پايلې له مخې، په ۲۰۱۶ م کال کې دغه شمېر لږ لوړ شوی دی. د دغې ټولنې سرکرټر مارټين چونګونګ وويل،

د دغه راپور له مخې، په ۲۰۱۶م کال کې په پارلمانونو کې د ښځو انډول صفر اعشاريه اووه سلنه لوړ شوی. دغه شمېر په ۲۰۱۵م کال کې له دوه ويشت اعشاريه شپږ سلنه وو، خو په ۲۰۱۶م کال کې تر دروېشت اعشاريه درې سلنې ته لوړ شوی دی. له دې څخه څرګندېږي چې زموږ کارونو ښه پايله تر لاسه کړې ده. خو د دغه شمېر د زياتوالي سرعت لږ ورو دی، د اوسني سرعت له مخې به پنځوس کالونه وروسته چې موږ هغې موخې ته ورسېږو چې په پارلمانونو کې بايدد ښځينه غړيو انډول نيمه برخه شي.

د دغه راپور له مخې، د ۲۰۱۶م کال تر دسمبر پورې د نړۍ په ۶۸ پارلمانونو کې ښځينه غړي دېرش سلنه څوکۍ نيسي، په ۴۴ پارلمانونو کې د ښځو انډول له لس سلنې څخه ټېټ دی او په نورو پنځو پارلمانونو کې ښځې نه شته. په بله ژبه په پارلمانونو کې د ښځينه پارلماني مشرانو شمېر په لويه اندازه لوړ شوی دی چې په تاريخ کې ساری نه لري. اوس د نړۍ په ۲۷۳ پارلماني مشرانو کې ۵۳ ښځينه پارلماني مشران شته چې يوازې په ۲۰۱۶م کال کې نهه ښځې د پارلماني مشر په توګه ازه وټاکل شوېت دي.

د امريکا او اروپا کې د ښځينه غړيو انډول د نورو سيمو په پرتله زيات دی چې په امريکا کې اته ويشت اعشاريه يو سلنې او په اروپا کې شپږويشت اعشاريه درې سلنې ته رسېدلي دي. د اسيايي هېوادونو په پارلمانونو کې د ښځو انډول صفر اعشاريه پنځه سلنه لوړ شوی چې د ۲۰۱۵م کال له اتلس اعشاريه اته سلنې څخه د ۲۰۱۶م کال تر نولس اعشاریه درې سلنې ته لوړ شوی دی. په عربي هېوادونو کې په پارلمانونو کې د ښځو څوکۍ په تېرو لسو کلونو کې ثابت پرمختګ موندلی دی او په ۲۰۱۶م کال کې دغه انډول اتلس اعشاريه يو سلنې ته رسېدلی دی.

د دغې ټولنې د شمېرنې له مخې، د چين په ملي ولسي کانګرس کې د ښځينه استازو انډول درويشت اعشاريه اووه سلنه دی چې دغه شمېر د نړۍ له منځنۍ سويې څخه لوړ دی.سرکټر مارټين چونګونګ وويل، چې د چين په پارلمان کې د ښځو زياتوالی د نړۍ د منځنۍ سويې د زياتوالي لپاره ډېر اهميت لري. ده وويل،

د چين په پارلمان کې د ښځو انډول د نړۍ له منځنۍ سويې څخه لوړ دی. دغه انډول ډېر ښه دی او لا به ښه شي. هيله لرو چې د چين حکومت په پر له پسې توګه د جنسي برابرۍ د پياوړتيا لپاره هڅې وکړي.

دغې ټولنې دې ته اشاره وکړه چې اوس په ځينو ساحو کې په سياست کې د ښځو ګډون په اړه سم نظرونه نيسي. بېلا بېل هېوادونه بايد لا قوي او کلکه سياسي ژمنه وکړي، تر څو په پارلمانونو کې د ښځو شمېر لوړ شي. نوموړي وويل، چې په تېرو لسو کلونو کې په ګردې نړۍ کې د ښځينه پارلماني غړيو شمېر په سلو کې شپږ اعشاريه پنځه لوړ شوی دی. دغه پرمختګ بايد وساتل شي. ده وويل، 

پرمختګ مو موندلی دی، خو دا کافی نه دی، نور کوښښونه بايد وکړو. د دغه راپور له مخې، موږ بايد لا قوي تدبيرونه ونيسو.

د دغې ټولنې په اند، په پارلمانونو کې د ښځو زياتوالی به تر ۲۰۳۰م کال پورې د هغو موخو د تر سره کېدو لپاره ګټور وي چې جنسي برابري او په بېلا بېلو چارو کې د ښځو مقام وساتل شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای