CRI Online

د ترکيې کارپوه: چين به په پر له پسې توګه د سولې پرمختګ پر لاره ټينګار وکړي.

cri     (GMT+08:00) 2017-03-08 15:51:01

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ترکيې د اقتصاد او ماليې کارپوه ايرسين ديديکوکا څو ورځې مخکې د سي ار ای راډيو سره د مرکې په ترڅ کې وويل، چې د چين له دوو غونډو څخه څرګندېږي چې چين به په پر له پسې توګه د سولې پرمختګ پر لاره ټينګار وکړي او د نړيوال اقتصاد د زياتوالي لپاره به هڅې وکړي.

نوموړي وويل، چې د ۲۰۱۷م کال لپاره به د چين د ملي دفاع لګښت د زياتوالي انډول اووه سلنه وي چې دغه شمېر د چين د کورنيو توليداتو په عمومي حجم کې يو اعشاريه درې سلنه نيسي. دا يو نرم زياتوالی دی. د دې ترڅنګ د چين صدراعظم لي که چيانګ په دغه غونډه کې خبر ورکړی چې چين به د خپل هېواد د ګټو د ساتلو لپاره لازم تدبيرونه ونيسي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای