CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وانګ يي د تودو مسئلو په باب د چين نظرونه او د يو لوي هېواد په توګه د چين ډيپلوماتيکه پاليسي شريکه کړه.

cri     (GMT+08:00) 2017-03-08 15:57:40

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يې د مارچ په اتمه نېټه د چين د دوو غونډو په يوه خبري ناسته کې د يوه کمربند او يوې لارې د پلان په چوکاټ کې د نړيوالو همکاريو، د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو، د کوريا ټاپووزمۍ د حالاتو په شمول د ځينو تودو مسئلو په باب د چين نظرونه او د يو لوي هېواد په توګه د چين ډيپلوماتيکه پاليسي شريکه کړه.

د روان کال د مۍ په مياشت کې به چين د يوه کمربند او يوې لارې د نړيوالو همکاريو سرمشريز فورم تر سره کړي. وانګ يي په دغه فورم باندې د چين اميدونه څرګند کړل. ده وويل، چې که څه هم د يوه کمربند او يوې لارې پلان د چين لخوا وړاندې شوی، خو بېلا بېل هېوادونه به ورڅخه ګټه واخلي. هيله لرو چې د دغه فورم په دريو ساحو کې برياليتوبونه تر لاسه کړو. لومړی، د بېلا بېلو هېوادونو ګډو نظريو ته به ورسېږو، د بېلا بېلو هېوادونو پرمختيايي ستراتيژۍ به يو لاس شي او د بېلا بېلو هېوادونو د همکاريو پر بنسټ به ګډه سمسورتيا وموندل شي. دوهم، په عمده ساحو کې به همکارۍ نژدې شي، د اساسي تاسيساتو د ابادۍ، د متقابل تګ راتګ د پياوړتيا، د سوداګرۍ او پانګونې د زياتوالي، د پولي ملاتړ د قوي کېدو او د بشري او کولتوري تبادلې د ژورتيا په باب يو لړ سترې پروژې به پلې شي. درېيم، د منځنيو او اوږدو مودو لپاره به همکاريز تدبيرونه وساتل شي، د يوه کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې به دايمي همکاريز ميکانيزم جوړ شي او د اړوندو هېوادونو ترمنځ دوستانه اړيکې به ټينګې شي.

د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو د يادونې په وخت کې وزير وانګ يي وويل، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې د ثابت انتقال او پرمختګ په لاره کې ګام پورته کوي. د سږ کال په فبرورۍ مياشت کې رئيس شي جين پينګ له ولسمشر ترمپ سره يو يو لړ مهمې ټلفونې خبرې وکړې. دواړو مشرانو د يو چين پېژندنې پر پاليسي ټينګار کړی او پر دې يې تاکېد کړی ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ټينګېدو لپاره به هڅې وکړي. دغو خبرو د دوه اړخيزو اړيکو د ټينګېدو لپاره ښه زمينه برابره کړې ده.

په تېرو څو ورځو کې د کوريا ټاپووزمۍ حالات ترينګلي دي. وزير وانګ يي وويل، چې چين په دې نظر دی چې شمالي کوريا، جنوبي کوريا او امريکا سړه سينه وساتي او لمسون لرونکي عملونه دې نه کوي. د چين او د جنوبي کوريا ترمنځ د اړيکو د يادونې په وخت کې يې وويل، چې امريکا او جنوبي کوريا د نورو هېوادونو له مخالفت سره سره غواړي چې په وړاندې د ساد په نامه د توغنديو د مخنيوي سيسټم ميشت کړي. دا پر دوه اړخيزو اړيکو باندې منفې اغيزه لري. چين له جنوبي کوريا څخه غواړي چې له دغه عمل څخه لاس واخلي.

وزیر وانګ يي په دغه غونډه کې د يو لوي هېواد په توګه د چين ډيپلوماتيک افکار او پاليسي شريکه کړه. هغه وويل، چې د هېوادونو ترمنځ مقامونه دې مساوي شي. نوموړي وويل، چې لارښوونه هم مسؤليت دی. د کوچنيو هېوادونو په پرتله لوی هېوادونه لا زياتې ذخيري لري او توان يې هم لوړ دی. نو لوی هېوادونه بايد لا زياتې دندې پر غاړه واخلي. چين به د امنيت شورا د دايمي غړي هېواد په توګه د نړيوالې سولې او امنيت د ساتلو لپاره لازمه دنده پر غاړه واخلي. چين به د نړۍ د دوهمې لويې اقتصادي ډلې په توګه د نړيوال اقتصاد د پرمختګ لپاره هڅې وکړي. چين به د ډېر لوی پرمختيايي هېواد په توګه د پرمختيايي هېوادونو د ګډو ګټو د ساتلو لپاره مهم رول ولوبوي.

سږ کال د بريکس هېوادونو د چين کال دی. نو وزير وانګ يي وويل، چې چين به د رئيسه هېواد په توګه د دغه نظام په چوکاټ کې د نورو پرمختيايي هېوادونو او اړوندو سازمانونو ترمنځ ډيالوګ پياوړې کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای