CRI Online

د چين د دوولسمې دورې د ملي ولسي کانګريس د پنځمې غونډې د دوهم ځل عمومي بحث ترسره شو

cri     (GMT+08:00) 2017-03-08 21:11:05

د سينهوا اژانس د خبر له مخې،د چين د دوولسمې دورې د ملي ولسي کانګريس د پنځمې غونډې د دوهم ځل عمومي بحث د مارچ د ٨ مې نېټې په ماسپښين د خلکو په لوی تالار کې ترسره شو. د چين د ملي وسلي کانګريس د دايمي کمېټې رئيس جانګ ده جيانګ په دې عمومي بحث کې د دغې دايمي کمېټې په استازيتوب کاري رپوټ وړاندې کړ.

چين د دولت رئيس شي جين پينګ، صدراعظم لي که چيانګ او څو نورو لوړپوړو چارواکو په دې غونډه کې ګډون وکړ.

جانګ ده جيانګ په کاري رپوټ کې وويل، په ٢٠١٧ کال کې به د چين د کمونېست ګوند د استازو ١٩ مه غونډه ترسره شي چې دا د ګمونېست ګوند او د خلکو د ژوند لپاره يو ډېر مهم خبر دی. دغه راز ٢٠١٧ کال د چين د اقتصادي او ټولنيزې ودې په اړه د ديارلسم پنځه کلن پلان د پلي کېدو او د نسبتا شتمنې ټولنې د ابادۍ لپاره هم يو ډېر مهم کال دی. په روان کال کې به د چين د ملي ولسي کانګرېس د دايمي کمېټې عمده دندې دا دې چې د رئيس شي جين پينګ د يولړ مهمو ويناوو او د هېواد د ادارې په اړه د هغه د نورو فکرونو او مفاهيم زده کول ، د اساسي قانون ساتل، په مهمو برخو کېد قوانينو جوړول ،د قوانينو د جوړولو کيفيت لوړول، په سمه او اغېزمنه توګه سياسي نظارت کول، په ښه توګه د روانې دورې د ملي ولسي کانګريس او د دايمي کمېټې د بېلابېلو دندو ترسره کول او د کمونېست ګوند د استازو د ١٩ مې غونډې لپاره چمتو نيول دي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای