د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د افغانستان د دفاع وزارت د مارچ په ٨مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې په همدې ورځ په کابل کې پر پوځي روغتون د بريد له امله ٣٠ تنه وژل شوي او ٥٠ تنه نور ټپيان شوي دي.
د افغانستان د دفاع وزارت وياند وويل چې د همدې ورځې په سهار يو بريدګر د ياد روغتون په جنوبي دروازې کې بمي توکي وچاودول او نور ٣ بريدګر روغتون ته وردننه شول او پر وګړو يې ډزې پيل کړې او وروسته د روغتون امنيت ساتونکو او افغان امنيتي ځواکونو له بريدګرو سره جګړه وکړه.جګړه د همدې ورځې تر غرمې وروسته پای ته ورسېده چې له امله يې ٤ بريدګر ووژل شول.
داعش د دې پېښې پړه پر غاړه اخيستې ده.په افغانستان کې د م م مرستندويه پلاوي د يوې اعلاميې په خپرولو سره د دې پېښې غندنه کړې ده.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |