د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د م م د بشري حقونو شورا ٣٤مه غونډه اوس په ژنيو کې روانه ده.د چين پلاوي د مارچ په ٨مه نېټه په ژنيو کې د چين له دايمي پلاوي سره يوه غونډه تر سره کړه چې اصلي موضوع يې په ګډه د انساني ټولنې جوړول او په ګردې نړۍ کې د بشري حقونو د ادارې نوی لاره ده. په غونډه کې د چين کارپوهانو او د ٢٠ هېوادونو او د يو شمېر غير حکومتي سازمانونو استازو ګډون درلود.
چيني کارپوهانو په جلا جلا توګه د انسانانو په وړاندې د ننګونو،د بشري حقونو په اړه د ډول ډول نظريو،د بشري حقونو د ساتلو او په نړۍ کې د بشري حقوقو د ادارې په برخه کې د چين د خدمتونو په اړه خپلې نظريې څرګندې کړي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |