د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين دديارلسمې دورې په ملي ولسي کانګرس کې به د کارګرو، بزګراو او استعداد لرونکو کسانو د استازو شمېر زيات شي او د حکومتي چارواکو شمېر به کم شي.
د چين د ټاکنو قانون په شپږمې مادې کې ذکر شوي چې د ملي کانګرس په غړو کې دې يو شمېر کارګران، بزګران او استعداد لرونکي کسان شامل وي. د ملي ولسي کانګرس د ديارلسمې کمېټې د غړو د ټاکنې مسوده د مارچ په اتمه نېټه د ياد کانګرس دوولسمې کميټې ته وړاندې شوه چې د دې له مخې به د کارګرو، بزګرو او استعداد لرونکو کسانو تر څنګ د ښځينه غړو شمېر هم زيات شي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |