د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د ګوه جيو با کړۍ او د پاکستان د اوبو برېښنا انکشافي ادارې د مارچ په اتمه نېټه د پاکستان په پلازمينه اسلام اَباد کې د داسو برېښناکوټ د جوړولو تجارتي تړون لاسليک کړ، داسو په پاکستان کې د اوبو له لارې تر نورو لوی برېښناکوټ دی.
د داسو پروژه د خيبر پښتونخوا ايالت د کوهيستان سيمې د هندي سيند په غاړه کې واقع ده. د اټکل سره سم، دغه پروژه به اته زره کاري فرصتونه برابر کړي او د دې ځای د صنعت، کرهنې، مالداري او سيل پرمخبيايي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |