د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين دديارلسمې دورې ملي ولسي کانګرس د غړو ټاکنيزه مسوده د مارچ په اتمه نېټه د ملي کانګرس د دوولسمې کميټې پنځمې غونډې ته وړاندې شوه. د دې مسودې له مخې، د ديارلسمې دورې ملي ولسي کانګرس غړي به د راتلونکي کال په جنورۍ کې وټاکل شي. د دوولسمې دورې کانګرس د ماموريت موده به د اساسي قانون او نورو اړوندو قوانينو سره سم د راتلونکي کال تر مارچ پورې دوام ولري.
د يادې مسودې سره سم، د ديارلسمې کانګرس د غړو شمېر به له درېيو زرو څخه وا نه وړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |