CRI Online

د م م د امنيت شورا په کابل کې د ترهګريزې پېښې غندنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-03-09 14:04:02

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د م م د امنيت شورا د مارچ په ٨مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره په همدې ورځ په کابل کې په پوځي روغتون د ترهګريزې پېښې سخته غندنه وکړه او پر دې يې ټينګار وکړ چې بايد په پوره توګه د ترهګرۍ پر ضد مبارزه وکړي.

په ياده اعلاميه کې ويل شوي چې د ترهګريزې پېښې له امله څه د پاسه ١٢٠ تنو ته مرګژوبله واوښته.داعش د دې پېښې پړه پر غاړه اخيستې ده.د امنيت شورا په قول هر ډول ترهګرۍ نړيوالې سولې او امنيت ته سخت ګواښونه رسوي او بايد ترهګر،د ترهګريزو پېښو جوړوونکي،پانګه اچونکي او ملاتړ کوونکي ونيول شي.

د افغانستان د دفاع وزارت د روانې مياشتې د ٨مې نېټې تر غرمې وروسته د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې په همدې ورځ په کابل کې پر يو پوځي روغتون د بريد له امله سخته مرګ ژوبله اوښتې ده.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای