د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا او چين د سوداګرۍګډه کميټې د مارچ په اتمه نېټه د امريکا او چين له حکومتونو او سوداګريزو ډلو څخه غوښتنه وکړه چې نژدې همکارۍ وساتي او د متقابلو ګټو پر بنسټ سوداګريزې اړيکې ټينګې کړي، تر څو دوه اړخيزې اړيکې سالمې او ثبات پرمختګ ومومي.
نوموړې کميټې په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې د دواړو هېوادونو حکومتونه بايد په هره ساحه او کچه کې دوه اړخيز تماسونه پياوړې کړي او په امريکا کې د ژن مين بي يوانو په وسيله د سوداګرۍ او حساب اود شنو پولي همکاريو د پياوړتيا لپاره هڅې وکړي.
دغه کميټه يو غير حکومتي او غير ګوندي سازمان دی او د سوداګرۍ او ګټې په موخه نه دی. د دغې کميټې غړي له دوو سوو امريکايي تصديو څخه عبارت دي چې په چين کې خپله سوداګري لري.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |