CRI Online

يو لړ سپورتي خبرونه

cri     (GMT+08:00) 2017-03-09 17:34:43
د افغانستان د ساحلي فوټبال لوبډلې له ایرانۍ لوبډلې ماتې وخوړه

افغان لوبډله د دوشنبې په ورځ د مالیزیا په ترنګاګو کې د

 اسیا په کچه له لومړۍ لوبډلې سره سیالي ته ووتله او د دغو سیالیو په لړ کې یې لومړۍ ماتې وخوړه.

د دوشنبې ورځې سیالۍ کې د ایران لوبډلې شپږ او افغانستان یواځې یو ګول وکړ.

د افغانستان له لوري یواځنی ګول عبدالروف قادري ترسره کړ.

د افغانستان د ساحلی فوټبال ملي لوبډله په اول ګورپ کې ده او د ایران،مالیزیا،چین او بحرین سره سیالۍ لري

افغان ساحلي فوټبال چین ته ماتې ورکړه

افغان لوبډلې تر دې وړاندې کوربه هېواد مالیزیا او دغه راز تېره یکشنبه د چین ځواکمنې لوبډلې ته ماتې ورکړه او سبا وروستۍ لوبه له بحرین لوبډلې سره کوي.

دغه سیالۍ د اسیا د اتلولۍ او د ۲۰۱۷ کال نړیوالو سیالیو ته د لار موندنې لپاره ترسره کیږي.

د اسیا فوټبال فدراسیون د وېش له مخې دا سیالۍ په دریو ګروپونو کې تر سره کېږي چې افغانستان، ایران، عمان، جاپان، امارات، لبنان، بحرین، چین، عراق، تایلېنډ، مالیزیا، قطر او ماینمار لوبډلې پکې برخه لري.

د دې دریو ګروپونو درې لومړنۍ غوره لوبډلې د دې درې ګروپونو له دویمو غوره لوبډلو سره نیمه پایلوبې ته وځي او د نیمه پایلوبې درې ګټونکې لوبډلې د ۲۰۱۷ کال نړیوال جام ته لار مومي.

پېښور زلمیانو د پاکستان سوپر ليګ اتلولي وګټله

د پاکستان د کرېکټ سوپر لیګ سیالیو په پایلوبه کې د پېښور زلمیانو لوبډلې کوېټه ګلډییټرز ته په ۵۸ منډو ماته ورکړه او له دې سره یې د سږ کال اتلولي وګټله.

دغه پایلوبه د پاکستان په لاهور ښار کې ترسره شوه، چې سخت امنیتي تدابیر ورته نیول شوي ول.

د پېښور زلمو لوبډلې لومړی منډې جوړې کړې او په ټاکل شویو ۲۰ آورونو کې یې په ۶ وېکټو ۱۴۸ منډې وکړې.

کامران اکمل تر ټولو ډېرې ۴۰ منډې وکړې.

افغان لوبغاړی محمد اصغر هم ښه وځلېد او درې وېکټې یې ترلاسه کړېGETTY

په ځواب کې د کوېټه ګلډییټرز پیل ښه نه و او په لومړیو څو آورونو کې یې په اسانۍ وېکټې له لاسه ورکړې.

امجد شهزاد که څه هم د کوټې هیلې بېرته را ژوندۍ کړې خو د پېښور زلمیانو چا ته د منډو جوړولو فرصت ورنه کړ.

د زلمو لپاره محمد اصغر درې او وهاب ریاض دوه وېکټې واخیستې.

د پېښور زلمیانو له لوري لوی هدف ټاکلو کې د لوبډلمشر ډېرن سامي لوی لاس و. نوموړي وروستیو اوورونو کې یوازې د ۱۱ توپونو بدل کې ۲۸ منډې تر لاسه کړې.

په پای کې د کوېټه ګلډییټرز ټوله لوبډله په ۹۰ منډو وسوځېده او پېښور زلمیانو دا لوبه په ۵۸ منډو وګټلهY I

کامران اکمل چې نیمه پایلوبه کې یې سلیزه بشپړه کړې وه، نن هم ښه وځلېد او د شپږو څلوریزو په مټ یې ۴۰ منډې جوړې کړې.

کامران اکمل ته د ښه کیپیر یا توپ نیونکي ۲۰ زره ډالره جایزه هم ورکړل شوه.

ده ته د دې تر څنګ د ښه توپ وهونکي او د ټول لیګ غوره لوبغاړي جایزه هم ورکړل شوه

د کوېټه ګلډییټرز له لوري ریاض امرت درې، حسان خان دوه او محمد نواز یوه وېکټه تر لاسه کړه.

دا دویم ځل دی، چې کوېټه ګلډییټرز په پایلوبه کې له ماتې سره مخامخ کېږي. تېر ځلې دوی د اسلام اباد یونایټیډ له لوري ماتې سره مخ شوي ول.

د پایلوبې لپاره لاهور ته له سفر نه د یو شمېر بهرنیو لوبغاړو له انکار وروسته کوېټه ګلډیېټرز لوبډله کې شان ارون، ریاض امرت، مورني وین ویک او انعام الحق شامل کړل شول.

خبرونه له بي بي سي اخيستل شويدي

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای