CRI Online

لي که چيانګ، جانګ ده جيانګ، يو جنګ شنګ، وانګ چي شان او جانګ ګاو لي په جلاجلا توګه د يو شمېر پلاويو په بحثونو کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2017-03-09 21:03:16

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که چيانګ، د چين د ملي ولسي کانګريس د دايمي کمېټې رئيس جانګ ده جيانګ، د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس رئيس يو جنګ شنګ، د چين د کمومېست ګوند د مرکزي کمېټې د انضباطو څارنې کميسيون وانګ چي شان، د چين د دولت رئيس مرستيال جانګ ګاو لي د نهمې نېټې په سهار په جلاجلا توګه د چين د دوولسمې دورې د ملي ولسي کانګرېس په پنځمه غونډه کې د يو شمېر پلاويو په بحثونو کې ګډون وکړ.

لي که چيانګ د شان شي ولايت د پلاوي په بحث کې ګډون وکړ. نوموړي په خپلو خبرو کې وويل، چې له وروستيو کلونو راهيسې د شان شي ولايت اقتصادي او ټولنيزې ودې ډېرې لاسته راوړنې لري، هيله ده چې روان کال شان شي ولايت په پرله پسې توګه د اقتصادي او ټولنيزې ودې د زياتو برياليتوبونو لپاره هڅې وکړي.

جانګ ده جيانګ، يو جنګ شنګ، وانګ چي شان، جانګ ګاو لي په جلاجلا توهګ د جيانګ سوولايت، ګوی جو ولايت، يون نان ولايت او چونګ چينګ ښار په بحثونو کې ګډون وکړ،(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای