د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين او تونس تر منځ د دوستۍ ټولنې غړي باسيم البورچاني په دې وروستيو کې وويل، د يوه کمربند او يوې لارې د اًبادولو پاليسي د اړوندو هېوادونو لخوا ډېره ستايل شوې او د دې پاليسۍ د پلي کېدو په برخه کې ستر برياليتوبونه رامنځته شوي دي.
هغه په دې وروستيو کې د چين د نړيوالې راډيو له خبريال سره په ځانګړې مرکه کې وويل، د يوه کمربند او يوې لارې د اًبادولو پاليسۍ د پلي کېدو راپدېخوا، چين او څو هېوادونو تر منځ د همکارۍ تړونونه لاسليک شوي او د اسيا پر بنسټيزو تاًسيساتو د پانګونې بانک يې جوړ کړی دي. تونس اسيا او اروپا سره نښلوي او غواړو چې د دې پاليسۍ د پلي کېدو له جريان څخه ګټه واخلو. (شکريه).
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |