CRI Online

چين د افغانستان کډوالو ته د يو مليون امريکايي ډالرو په ارزښت مرسته برابره کړه

cri     (GMT+08:00) 2017-03-10 12:16:35

 

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م د کډوالو ادارې د مارچ په نهمه نېټه په کابل کې د چيني حکومت لخوا د برابر شوې مرستې د منلو مراسم تر سره کړي. په افغانستان کې د چين لوی سفير ياو جينګ، د افغانستان د کډوالو چارو وزير سيد بلخي او په افغانستان کې د م م د کډؤالو ادارې مدير فاسيا عبدالله په دې مراسمو کې ګډون وکړ.

چين دا ځل افغانستان ته د يو مليون امريکايي ډالرو په ارزښت مرسته برابر کړه. د م م د کډوالو اداره به د چيني حکومت په استازيتوب اړوندو اړتياوړ توکي واخلي او کډوالو ته به يې وليږدوي. د چين لوی سفير يانګ جينګ وويل، افغان وګړي د سختو واورو په ګډون د ناورينونو له امله د ژوند له ستونزو سره مخامخ دي. موږ هيله لرو چې د مرسته برابرولو له لارې اوسني حالات ښه کړو. (شکريه)  

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای