د سينهوا اژانس د خبر له مخې. د چين د بهرنيو چارو د وزارت وياند ګنګ شوانګ د مارچ په ١٠ مه نېټه د جنوبي کوريا د ولسمشرې پارک ګوين هوی د ګوښه کېدو په اړه وويل، چې چين هيله لري چې د جنوبي کوريا سياسي حالت ثابت وساتل شي او له دې هېواد څخه يوځل بيا غوښتنه کوي چې د تاد سيستم له ځای پر ځای کولو څخه لاس واخلي ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د بيا عادي کېدو لپاره خنډونه لرې کړي.
نوموړي په همدې ورځ يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، د پارک ګوين هوی ګوښه کېدل د جنوبي کوريا کورنې چارې دي، چين پدې اړه غبرګون نه ښيي. د تاد سيستم په اړه د چين نظر ډېر روښانه او ټينګ دی،هيله لرو چې جنوبي کوريا د دواړو هېوادونو تمرمنخ همکارۍ او سيمه ييزې سولې او ثبات ته په درنه سترګه وګوري او د دغه سيستم ځای پر ځای کول ودروي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |