CRI Online

شي جين پينګ او نورو چارواکو په جلاجلا توګه د يو شمېر پلاويو په ناستو کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2017-03-10 21:05:31

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د لسمې نېټې په سهار د چين د ملي ولسي کانګرېس په پنځمه غونډه کې د شينجيانګ پلاوي په ناسته کې ګډون وکړ.

شي جين پينګ په دې ناسته کې په دقت سره د ټولنيز ثبات او خونديتوب، اقتصادي ودې او ځايي اصلاحاتو په شمول زياتو موضوعاتو په اړه د شينجيانګ پلاوي د اتو غړو ويناوې واوريدلې او ورپسې يې وينا وکړه. شي جين پينګ په خپله وينا کې وويل، شينجيانګ د چين په شمال لويديځ کې مهمه امنيتي پرده ده، نو په ښه توګه د شينجيانګ چارو ترسره کول ډېر اهميت لري. بايد د ټولنيز ثبات او دايمي امنيت ساتنې د عمده دندې پر محور د شينجيانګ اداري سيستم بشپړ کړو او اداري توان پياوړې کړو، بايد اقتصادي ودې،د خلکو د ژوندښه والي او ملي او قومي يووالي ته لومړيتوب ورکړو او په ټينګه دې د ټولنيزې همغږي ساتنه وکړو. دغه راز نوی پرمختيايي مفاهيم بايد پلې کړو، توليدي چارې بايد اصلاحې کړو، ځايي ځانګړو صنايعو ته دې وده ورکړو ، د بنسټيزو تاسيساتو جوړونه او د ايکولوژيکي چاپيريال ساتنه دې پياوړې کړو. برسيره پردې، د توليدي او ژوندانه شرايط بايد ښه کړو او د بېلابېلو قومونو د ستونزو د لرې کولو لپاره بايد هڅه وکړو. د شينجيانګ په جنوبي برخه کې بايد د بېوزلو د لرې کولو چارو ته په درنه سترګه وګورواو د مالدارانو د ميشته ځايونو پروژه دې په ښه توګه بشپړه کړو ، ترڅو د بېلابېلو قومونو خلک نيکمرغه ژوند ولري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای