د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په م م کې د چين د دايمي استازي مرستيال وو های تاو د مارچ په ١٠مه نېټه له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې د سياست، اقتصاد او امنيت په برخو کې له ستونزو سره د مقابلې لپاره له افغانستان څخه ملاتړ وکړي او په سيمه ييز پرمختګ کې د افغانستان ګډون دې وهڅوي.
وو ها تاو په همدې ورځ د افغانستان مسئلې په اړه د م م په يوه غونډه کې وويل، نړيواله ټولنه بايد له افغانستان سره د مرسته کولو ژمنه پوره کړي او د افغانستان د اقتصادي پرمختګ څخه دې ملاتړ وکړي. افغانستان سرچينې او جعرافيايي وړتيا لري او په سيمه ييز پرمختګ کې د ګډون پراخه اينده لري.
نوموړي زياته کړه چې چين به په دوامداره توګه د افغانستان د امنيت او روغې جوړې له بهير څخه ملاتړ وکړي، په سيمه ييز پرمختګ کې به د افغانستان له ګډون څخه ملاتړ وکړي، په افغانستان کې د سولې، ثبات او پرمختګ د ژر رامنځته کېدو لپاره به له نړيوالې ټولنې سره په ګډه کوښښونه ترسره کړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |