CRI Online

روسيه او ترکيه به د سيمه ييز امنيت او سوداګرۍ په برخو کې خپلمنځي همکاری پياوړې کړي

cri     (GMT+08:00) 2017-03-11 10:50:28

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې ولسمشر پوتين د مارچ په ١٠مه نېټه د ترکيې له ولسمشر رجب طيب اردوغان سره خبرې اترې وکړې. دواړو خواوو دا منلې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې عادي شوې او د سيمه ييز امنيت او سوداګرۍ په برخو کې به خپلمنځي همکاري پياوړې کړي.

د مسکو کريملين ماڼۍ د خبر له مخې، پوتين د خبرو اترو په ترڅ کې وويل، اوس روسيه او ترکيه د سوريې مسئلې د حلولو لپاره په ګډه کوښښ کوي او د دواړو هېوادونو پوځونه او اړوند ارګانونه په دې برخه کې همکاري کوي. خو اوس د سوريې وضعيت لا هم پيچلی دی.

اردوغان وويل، د سوريې مسئلې د حلولو لپاره يو اصلي بنسټ د سوريې د خاورې بشپړتيا ساتل دي، ترکيه د سوريې  تجزيه کېدو سره موافقه نه ده.

پوتين د روسيې او ترکيې تر منځ د اقتصادي همکارۍ په اړه وويل، اوس روسيه د اقتصاد او سوداګرۍ په برخه کې له ترکيې سره د همکارۍ د پوره اعادې لپاره کوښښ کوي. اردوغان وويل، په ترکيه کې د طبيعي ګازو د نل ليکو د نصبېدو او د اکويو ذروي بريښنا سټېشن د جوړونې په برخو کې د دواړو خواوو همکاري بيا پيل شوې. دفاعي چارې د دواړو خواوو د همکارۍ مهم ټکی ګرځېدلی دی.(هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای