د سين هوا اژانس د خبر له مخې، امنيت شورا د مارچ په ١٠مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د سوريې له بېلا بېلو خواوو څخه غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره خبرې اترې بيا پيل کړي او بې له شرطه دې د ډميسټورا لخوا د خبرو اترو په اجنډا کې ګډون وکړي.
په دې اعلاميه کې راغلي، امنيت شورا د سوريې مسئلې په اړه د هغو خبرو اترو په اړه خوښي څرګنده کړه چې د روانې مياشتې په ٣مه نېټه په ژنيو کې پای ته رسېدلې. په عين وخت کې امنيت شورا د خبرو اترو د راتلونکې اجنډا چې ډميسټورا لخوا وړاندې شوی، هر کلی وکړ چې پکې د سوريې د ملي يووالي حکومت جوړولو، د اساسي قانون تعديلو او د ټولټاکنو د بيا ترسره کولو په شمول موضوعات شامل دي. د امنيت شورا غړو دا څرګنده کړه چې په سياسي توګه د سوريې مسئلې د حلولو او د سوريانو د قانوني حقوقو د پوره کولو لپاره به کوښښ وکړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |