CRI Online

شي جين پينګ د شينجيانګ د پلاوي په مباحثوي غونډه کې ګډون وکړ.

cri     (GMT+08:00) 2017-03-11 14:55:24

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي کميټې مشر شي جين پينګ د مارچ په لسمه نېټه د چين د دوو غونډو په ترڅ کې د شينجيانګ د پلاوي په مباحثوي غونډه کې ګډون وکړ. هغه وويل، چې شينجيانګ بايد د ټولنې د دايمي ثبات او امنيت په موخه د پرمختګ نوي افکار پلې کړي، بايد په هره ساحه کې د خلکو د ژوند د ښه والي او بايد د بېلا بېلو قومونو ترمنځ د يووالي لپاره هڅې وکړي، تر څو د يووالي او همغږۍ، سمسورتيا او شتمنۍ، مدنيت او پرمختګ او نيکمرغه ژوند پر بنسټ د چين د ځانګړتيالرونکی سوسياليستي شينجيانګ جوړ کړي.

نوموړي وويل، چې د بېلا بېلو قومونو د خلکو د پاملرنې وړ مسئلې دې حل شي، په جنوبي شينجيانګ کې دې د بې وزلۍ له منځه وړلو ته پاملرنه وکړي، نه يوازې په کليوالو او مالداريو سيمو کې بلکې په ښارونو او علاقه داريو کې دې د استوګنې پروژې پلې شي، په مالداريو او سرحدي سيمو کې دې اساسي عمومي خدمتي تاسيسات بشپړ شي، څو چې د بېلا بېلو قومونو د خلکو ژوند ښه شي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای