د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د دوولسمې دورې ملي کمېټې د پنځمې غونډې څلورمه ناسته د مارچ د ١١ مې نېټې په ماسپښين د خلکو په لوی تالار کې ترسره شوه. د دغې کمېټې ١٤ غړو په ناسته کې د سياسي ابادۍ او د سياسي مشورتي کارونو په اړه ويناوې وکړې.د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې سياسي بيورو دايمي غړي او د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې رئيس يو جنګ شنګ په دې غونډه کې ګډون وکړ.
ښاغلي چن يوان د دې غونډې مشري وکړه.د چين د کمونېست ګوند مرکزي کميټې سياسي بيورو غړې او د چين کمونيست ګوند د مرکزي کميټې د متحدې جبهې ادارې مشرې سون چون لان او د مرکزي کميټې او د دولتي شورا اړوندو چارواکو د غونډې ويناوې واورېدلې .
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |