د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سوريې امنيتي څانګې د مارچ په ۱۱مه نېټه وويل، چې د دغه هېواد په پلازمينه دمشق کې په همدې ورځ دوه چاودنې وشوې چې له امله يې لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل او ۱۰۰ تنه ټپيان شوي دي. د دغو بريدونو موخه دوه بسونه و چې د چاودنو په وخت کې د عراق شيعه ګانو د دغو بسونو له لارې د دمشق په پخواني مرکز کې د شيعه ګانو له مقدس ځای څخه ليدنې کولې.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |