د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د يووالي جبهې ادارې، د ملي ولسي کانګرس قومي کمېټې، د قومي چارو کمېټې، د سياسي مشورتي کنفرانس د قوم او مذهب کمېټې د مارچ د ١١مې نېټې په شپه د خلکو په لوی تالار کې يوه مباحثوي غونډه ترسره کړه. د شي جين پينګ، لي که چيانګ او جانګ ده جيانګ په شمول د چين مشران د ملي ولسي کانګرس او د سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې په اړه د ملي لږکيو له استازو او غړو سره په ګډه غونډه کې راغونډ شول او د دوو غونډو د برياليتوب نمانځنه او ساتنه يې وکړه.
د چين د کمونېست ګوند د اتلسمې عمومي غونډې له ترسره کېدو راهيسې، د شي جين پينګ په مشري مرکزي حکومت د ملي لږکيو وګړيو د استوګنې سيمو پرمختګ ته ډېره پاملرنه کړې او کوي يې. د مرکزي حکومت تر لارښوونې لاندې، د ملي لږکيو د استوګنې سيمو د فرصتونو په کارولو سره اصلاحات او نوښت هڅولی او د پرمختګ نوي برياليتوبونه يې تر لاسه کړي دي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |